دوهم سرلیکروغتيامهم خبرونه
یونیسف په بېوزلو سیمو کې د اوبو د شبکو د بیا رغونې چارې روانې دي

یونیسف افغانستان ویلي چې د مرسته کوونکو په ملاتړ، د هېواد په کمبرخوردار سیمو کې د اوبو د شبکو د بیا رغونې بهیر روان دی، تر څو ماشومان پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او له ناروغیو خوندي پاتې شي.
د یونیسف په وینا، دا مداخلې په هدفمن ډول هغو سیمو ته محدودې دي چې د صحي اوبو لاسرسی پکې کم دی او ماشومان تر ټولو ډېر زیان ویني.
د بشري مرستو بنسټونه ټینګار کوي چې د پاکو اوبو برابرول د ماشومانو په روغتیا کې بنسټیز رول لري او د دغو پروګرامونو دوام د مرسته کوونکو د ملاتړ پر دوام پورې تړلی دی.




