د کابل د څښاک اوبو کموالی د رمضان په مهال لا ډېر شوی

د رمضان د میاشتې له پیل سره هممهاله، د کابل اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو کموالی لا زیات شوی او د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کول له جدي ستونزو سره مخ دي. هغوی له د طالبانو له ادارې غواړي چې د دې بحران د مهار او د هغې د پراخېدو د مخنیوي لپاره بېړني او عملي ګامونه واخلي.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، په ډېرو سیمو کې د پایپ اوبه شتون نه لري او ډېرې څاګانې هم وچي شوې دي. د هغوی په وینا، ښځې، ماشومان او مشران اړ دي چې ساعتونه د اوبو په تمه ودرېږي، یا د اوبو موندلو لپاره اوږده مزلونه پلي وکړي؛ داسې وضعیت چې د روژې په ورځو کې ورځنی ژوند لا ستونزمن کړی دی.
هیدر بار، د بشري حقونو د څار د ښځو د حقونو مرستیاله، په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه لیکلي چې د کابل د اوبو د بحران اصلي بار د ښځو پر اوږو دی. هغې ویلي، ښځې اړ دي چې د لږو اوبو د موندلو لپاره ساعتونه مزل وکړي، او دا وضعیت پرې دوه چنده فشار اچولی دی.
د دې اندېښنو په غبرګون کې، د دولت د اوبوزرغونې او ښاروالۍ کانالیزاسیون شرکت اعلان کړی چې د بحران د مدیریت لپاره یې تمرکز د ځمکې له اوبو څخه د سطحي اوبو پر کارونه او مدیریت اړولی دی. د دې شرکت ویاند رحمتالله صارم ویلي چې دا تګلاره د اوسني وضعیت د کنټرول په هدف غوره شوې ده.
په داسې حال کې چې د کابل اوسېدونکو له دې وړاندې هم د ځمکې لاندې اوبو د کچې د ښکتهتلو په اړه خبرداری ورکړی و. هغوی وايي، په وروستیو کلونو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ژورو څاګانو شمېر ډېر شوی او د کیندنې شرکتونه پراخ فعالیت لري؛ داسې کار چې د یو شمېر کارپوهانو په باور، د بحران په ژورتیا کې رول لري.
د وضعیت له دوام سره، د کابل اوسېدونکي له د طالبانو ادارې غواړي چې واضح پلان جوړ کړي، د اوبو پر سرچینو جدي څار وکړي او دایمي حللارې وړاندې کړي. د هغوی په وینا، د اغېزمن مدیریت او څرګندې حسابورکونې نشتوالی د اوبو د بحران د پراخېدو خطر زیات کړی او د زرګونو کورنیو معیشت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.




