ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

په کابل کې د اوبو د کمښت دوام؛ د نهمې ناحیې اوسېدونکي له اوږدمهال بحران سره مخ دي

د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو کمښت په دې سیمه کې په یو دوامداره بحران بدل شوی او له میاشتو راهیسې پرته له اغېزمنې حل‌لارې روان دی. د دوی په وینا، دا حالت د زرګونو کورنیو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

یوشمېر اوسېدونکي وايي، د خپلو کورنیو د اړتیا وړ اوبو د برابرولو لپاره اړ دي چې د اوږده واټن څخه د څښاک اوبه را انتقال کړي؛ دا کار هم وخت نیسي او هم لګښت لري. هغوی ټینګار کوي، دا وضعیت په ځانګړي ډول د ماشومانو، ښځو او سپین‌ږیرو لپاره لا زیاتې ستونزې رامنځته کړې دي.

د څښاک اوبه د انسان له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي او په عامه روغتیا کې مستقیم رول لري. د اوبو د کمښت دوام په پلازمېنه کې کولای شي پراخې ټولنیزې او روغتیايي پایلې ولري. د ښاري چارو کارپوهان څو ځله خبرداری ورکړی چې د سالمو اوبو دوامداره نشتوالی د ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي.

که څه هم د کابل د اوبو رسونې ریاست مخکې د اوبو د لاسرسي د ښه والي لپاره د یو شمېر پروژو د پیل خبر ورکړی و، خو د اوومې ناحیې اوسېدونکي وايي دا ژمنې تر اوسه عملي شوې نه‌دي. هغوی له د طالبانو له ادارې غواړي چې په جدي او بیړني ډول د دې بحران د حل لپاره اقدام وکړي او د ښار د اوسېدونکو بنسټیزې اړتیاوې په لومړیتوب کې ونیسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button