دين او اندونهمهم خبرونه

د کابل دیني علما: د هېواد له ارزښتونو او حریم څخه دفاع یوه شرعي وجیبه ده

په کابل ښار کې د افغانستان د دیني عالمانو او مشرانو لویه غونډه ترسره شوه، چې له زر زیات کسانو پکې ګډون کړی و. د دې غونډې ګډونوالو اعلان وکړ، چې د افغانستان له ارزښتونو، حقونو او خاورې څخه دفاع د هر ډول یرغل پر وړاندې، یوه شرعي او ديني وجیبه ده او دا کار یې یو سپېڅلی جهاد وباله.

د غونډې په وروستۍ پرېکړه‌لیک کې له طالبانو غوښتنه وشوه، چې د خپل مشر د امر له مخې، د نظامي فعالیتونو لپاره بهر ته د کسانو استول بند کړي. ګډونوالو علماوو ټینګار وکړ، چې هېڅوک حق نه لري، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د نظامي اقداماتو لپاره وکاروي.

د غونډې تنظیموونکو وویل، که یو شخص یا ډله دا پرېکړه ونه مني، طالب چارواکي کولای شي د هغوی پر ضد لازم اقدام وکړي. دا ناسته په داسې وخت کې جوړه شوې، چې په وروستیو اونیو کې په یو شمېر سیمو کې د وسلوالو ډلو د فرامرزي فعالیتونو په اړه اندیښنې راپورته شوې دي. سیاسي شنونکي وايي، سره له دې چې دیني عالمان د هېواد د حریم دفاع ته جدي پاملرنه لري او دا د ملي خپلواکۍ نښه ده، خو طالبانو ته په کار ده چې په عملي ډول وښيي، دا پرېکړې د دین او روحانيت له سیاسي استفادې مخنیوی کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button