په کابل کې د هوا د ککړتیا له زیاتوالي وروسته، دود لرونکي وسایط بندېږي

د کابل ښار د هوا د ککړتیا د زیاتوالي له امله، د طالبانو تر ادارې لاندې د ترافیکو ریاست اعلان کړی چې هغه وسایط چې زیات دود تولیدوي، به د ښار په کچه بند شي او د موټر لرونکو سره به د مقرراتو له مخې چلند کېږي.
یاد ریاست د پنجشنبې په ورځ، د قوس په ۲۷مه، په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی چې موټر چلوونکي مکلف دي چې د خپلو وسایطو تخنیکي ستونزې تر بندېدو مخکې حل کړي؛ که نه، هغوی ته به د ښار په سړکونو کې د تګ راتګ اجازه ور نه کړل شي.
د ترافیکو د چارواکو په وینا، دغه اقدام د دې لپاره اخیستل شوی چې د دود اندازه راکمه او د کابل د هوا کیفیت ښه شي؛ ښار چې په ژمي کې د ککړونکي سون توکو له پراخ استفادې او د ترافیکي ازدحام له امله، له جدي ککړتیا سره مخ کېږي.
بلخوا، د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي، یوازې د دود لرونکو موټرو بندول، پرته له یو جامع پلان څخه چې ښاري مدیریت، د سون توکو کیفیت ښهوالی او د عامه ترانسپورت پراختیا رانغاړي، د دغه ژورې ستونزې جواب نه شي کېدای او د طالبانو اداره نه شي کولی د ښار د اوسېدونکو روغتیا په پایدار ډول خوندي وساتي.




