اقتصادمهم خبرونه

په کابل کې د ۳۴ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پرانستل شوه

د کابل د شنو صنايعو په پارک کې د ۳۴ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه، د ۱۲۶ مېګاوالټ امپير سب‌سټيشن او د ۲۲۰ کیلوولټ انتقال کرښې سره يوځای، د طالبانو د ادارې او د برشنا شرکت د چارواکو په حضور کې پرانيستل شوه.

په دې مراسمو کې د افغانستان برشنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس، ډاکټر عبدالباري عمر، وويل چې د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو د تړل کېدو سره سره، د هېواد بازارونه له جدي ستونزو سره نه دي مخ شوي. هغه دا وضعیت د سوداګرو د همکارۍ او د اوسني نظام د مدیریت پايله وبلله او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان خلک زغمناک او وړتیا لرونکي دي.

ډاکټر عمر زياته کړه چې د افغانستان ټول وګړي د يوې کورنۍ غړي دي او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د هېواد د بیا رغونې ګډ مسؤليت لري. د هغه په وينا، د ادارو او خصوصي سکتور تر منځ همغږي کولای شي د اقتصادي او بنسټیزو ستونزو د کمولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

په همدې مراسمو کې د ادارې د عمومي رئيس، نورالحق انور، د مهاجرو د بېرته راستنېدو موضوع هم ياده کړه او ويې ويل چې د طالبانو اداره د شته امکاناتو په کارولو سره هڅه کړې چې د دغو مهاجرو چارو ته منظم مدیریت ورکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بېرته راستنېدونکو مهاجرو د دوامدار مدیریت او د بنسټیزو خدماتو د برابرولو موضوع د هېواد له جدي ټولنیزو او اقتصادي ننګونو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button