امنیت او پېښې

په جوزجان کې اته تنه د قمار او نشه يي توکو د کارولو په تور نيول شوي

د جوزجان د پوليسو قوماندانۍ ويلي، امنيتي ځواکونو په آقچې ولسوالۍ کې اته تنه د قمار او د نشه يي توکو د کارولو په تور نيولي دي.

د دې ادارې په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د امنيتي ځواکونو له‌خوا هغه مهال ونيول شول چې دوی د يو استوګنيز کور دننه د قمار او د شيشې (ميتامفيتامين) په کارولو بوخت وو.

تر اوسه د نيول شويو کسانو د هويت او د هغوی د قضايي برخليک په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړل شوي. د طالبانو اداره هم تر دې دمه نه‌ده روښانه کړې چې دا کسان کوم عدلي او قضايي بنسټ ته سپارل شوي او د هغوی د دوسيې د څېړنې لړۍ به څنګه وي.

قمار او د نشه يي توکو کارول هغه اعمال دي چې د طالبانو اداره يې منع ګڼي او څو ځله يې د ورته قضيې د کسانو د نيولو خبر ورکړی دی. خو کارپوهان تل د نيونو په بهير کې د روڼتيا او د تورنو کسانو د قانوني حقونو د تامين ټينګار کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button