د جوزجان چارواکو د ځمکني اوبو د کمېدو او د هوا د ککړتيا په اړه خبرداری ورکړ

د جوزجان ولايت ځايي چارواکو د ځمکني اوبو د سطحې د کمېدو او د هوا د ککړتيا د زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی او له اوسېدونکو يې غوښتي چې له بېپروا اوبو لګولو او د ونو له بېاجازې پرېکولو ځان وساتي.
دغه اندېښنې د «د اقليمي بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي» تر نوم لاندې پروګرام کې څرګندې شوې چې د خلکو د پوهاوي د لوړولو په موخه د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست لهخوا د چاپېريال ساتنې ریاست په همغږۍ سره جوړ شوی و.
د دې پروګرام د پرانېستې په مراسمو کې مولوي سيفالدين معتصم، د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس، وويل چې اقليمي بدلونونه او د اوبو سرچينو کمېدل د دې ولايت جدي ننګونې دي. ده ټينګار وکړ چې د چاپېريال ساتنه او د اوبو د ضايع کېدو مخنيوی د هر وګړي ګډ مسووليت دی او بايد له بېحساب اوبو کار اخيستلو ډډه وشي.
نوموړي زياته کړه، د اوبو معقوله کارونه او د هوا له ککړتيا ځان ساتل کولای شي د اقليمي بدلونونو منفي اغېزې راکمې کړي.
په ورته وخت کې، قاري عبدالحی عمر مختار، د جوزجان د چاپېريال ساتنې رئیس، د ځمکني اوبو کمېدل او د هوا ککړتيا جدي ستونزې وبللې او له خلکو يې وغوښتل چې د سيمو په شينوالي کې برخه واخلي. نوموړي د نيالګيو د کينولو د فصل له پيل سره وويل، هره شخص بايد لږ تر لږه يو نيالګی کښېنوي.
د چاپېريال ساتنې رئیس همدارنګه له اوسېدونکو وغوښتل چې د ځنګلونو او ونو له بېرويو پرېکولو ځان وساتي او وويل چې شنه چاپېريال د هوا د ککړتيا په کمولو کې مهم رول لري.
په همدې حال کې، سيد عارف ياردم، د جوزجان د چاپېريال ساتنې ریاست د عامه پوهاوي عمومي مدير، د دغسې پروګرامونو ترسره کول د اقليمي بدلونونو د منفي اغېزو په کمولو کې اغېزناک وبلل.




