په جاپان کې د ژمنۍ توپان له امله ۴۵ کسان وژل شوي او سلګونه ټپیان دي

د جاپان د بیړنیو مرستو چارواکي وایي چې د ژمنۍ توپان له امله چې له درنې واورې سره مل وه، په بېلابېلو سیمو کې تر اوسه ۴۵ کسان مړه شوي او نژدې ۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د جاپان د اور لګېدنې او بیړنیو مرستو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۲۶ ټپیانو حالت نازک دی او لږ تر لږه ۱۴ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي دي. دغه اداره زیاتوي چې د ژغورنې ټیمونو کار لا هم دوام لري او فشار پرې زیات دی.
د دې پېښې له امله نژدې ۱۷۰۰ کورونه په ځینو سیمو کې له برېښنا بېبرخې شوي او د ریل پټلۍ په ډېرو برخو کې د تګ راتګ حرکت بند شوی دی. همدارنګه د سړکونو تړل کېدل د ځینو زیانمنو شویو سیمو ته د رسېدو کار هم سخت کړی دی.
ځايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د تودوخې له لوړوالي او د واورو له وېلې کېدو سره، په ځینو غرنیو سیمو کې د واورې د ښویېدنې یا بهمن د پېښو خطر زیات شوی دی. راپورونه ښیي چې ډېری قربانیان هغه وخت د پېښې ښکار شوي دي چې د خپلو کورونو شاوخوا یې واوره پاکوله.
د چارواکو په وینا، دغه ژمنۍ توپان په ځینو سیمو کې نږدې دوه متره واوره پرېښوده چې دا په وروستیو کلونو کې له درنو واورین اورښتونو څخه شمېرل کېږي.




