د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

جاپان د افغانستان راستنېدونکو مهاجرینو سره د دوه میلیونه ډالرو بیړنۍ مرسته اعلان کړه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د جاپان حکومت دوه میلیونه امریکایي ډالر د هغو افغان راستنېدونکو لپاره ځانګړي کړي چې له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، او همدارنګه د هغو زیان منونکو کوربتوب ټولنو د ملاتړ لپاره چې په ټول افغانستان کې مېشت دي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۸ میلیونو څخه زیات افغانان د ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي؛ ډېری یې له لږو شتمنیو او په سخته اقتصادي او ټولنیزه وضعه کې هېواد ته داخل شوي دي.

د UNHCR په وینا، بېرته راستانه شوي کسان د سرپناه، خوړو، عاید جوړونې او ساتنې په برخو کې له بېړنیو اړتیاوو سره مخ دي؛ دا اړتیاوې د هغو ټولنو پر ژوند لا زیات فشار راوړي چې له وړاندې هم له بنسټیزو خدماتو او سرچینو سره د کمبود ستونزې لري.

یاد شوی پروژه چې نوم یې «د ایران او پاکستان څخه د راستانه شوو افغانانو او زیان منونکو کوربتوب ټولنو لپاره د بیړنیو مرستو برابرول» دی، د ۲۰۲۶ کال له مارچ تر دسمبر پورې به عملي شي، او ټاکل شوې چې ۱۱۶ زره او ۳۱۰ تنه به د راستنېدونکو په سیمو کې تر پوښښ لاندې راولي.

په داسې حال کې چې د مهاجرینو د بېرته راستنېدو پراخه څپه لا هم روانه ده، د بشري مرستو بنسټونه ټینګار کوي چې د طالبانو ادارې له خوا د مؤثرې همغږۍ او شفاف پلان جوړونې اړتیا ډېره ده، څو د بېرته راستانه شوو کسانو بنسټیزو اړتیاوو ته رسېدنه وشي؛ ځکه د دې بهیر په نه سم مدیریت سره کېدای شي د ځینو ولایتونو انساني بحران لا پسې پراخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button