د جاپان ملاتړ به افغانستان کې شپېته زره اړمنو خلکو ته د اوبو او ماشومانو د ساتنې خدمتونه برابر کړي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د جاپان د حکومت له نويو مرستو سره به شپېته زره تنه د افغانستان په زیانمنو ټولنو کې د اوبو، حفظ الصحې او ماشومانو د ملاتړ له خدمتونو برخمن شي.
د یونیسف افغانستان د معلوماتو له مخې، دا مرستې به هغه سیمې پوښي چې له بیړنیو حالتونو، طبیعي آفتونو او بېځایه کېدو سره مخ دي. د دې پروګرام موخه دا ده چې د زیانمنو کورنیو لاسرسی د څښاک پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو او له خطر سره د مخ ماشومانو ځانګړي ملاتړ ته یقیني شي.
د اوبو، حفظالصحې او روغتیا (WASH) برخه پکې د پاکو اوبو برابرول، روغتیایي تاسیسات جوړول او د حفظ الصحې د سمو کړنو ترویج شامل دي، چې په بحراني حالاتو کې د ناروغیو د خپرېدو په مخنیوي کې مهمه ونډه لري. همدارنګه، د ماشومانو د ملاتړ پروګرامونه د هغوی پر خوندیتوب، رواني سلامتۍ او بنسټیزو خدمتونو ته پر لاسرسي تمرکز کوي.
یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جاپان د حکومت له همکارۍ مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د دغسې مرستو دوام د افغانستان د زیانمنو کورنیو د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین دی.




