سياستمهم خبرونه

ریچرډ بېنټ: د طالبانو محدودیتونه به د افغانستان د روغتیا بحران پیدا کړي

ریچرډ بېنټ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکی د افغانستان لپاره، خبرداری ورکړی چې د طالبانو د ادارې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودوونکي پالیسۍ کولی شي هېواد له جدي روغتیايي بحران سره مخ کړي. نوموړي د دوشنبې په ورځ، د کب په اتلسمه، وویل چې د ښځو له زده‌کړې او روغتیايي خدمتونو څخه محرومول به پراخ او خطرناک پایلې ولري.

د بېنټ په وینا، ښځې او نجونې اوس مهال له زده‌کړې او د روغتیايي خدمتونو له مهمو برخو بې‌برخې دي؛ دا وضعیت نه یوازې د دوی اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د هېواد د روغتیا نظام وړتیا هم کمزورې کوي. هغه ټینګار وکړ چې د دې بهیر دوام به «کړاو، ناروغي او غیر ضروري مړینې» رامنځته کړي او د ښځو د وژنې (فېمیساید) خطر به هم زیات کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له د طالبانو له ادارې غوښتي چې ژر تر ژره پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او د نجونو د زده‌کړې، په ځانګړي ډول په طبي برخو کې، زمینه برابره کړي. د هغه په باور، د نجونو د تحصیل مخنیوی په روغتیايي برخو کې د ښځینه متخصصو کسانو کمښت زیاتوي او د ښځو لپاره د درملنې خدمتونه له جدي ستونزو سره مخ کوي.

نړیوالو ادارو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی چې د ښځو له زده‌کړې او کار څخه سیستماتیک لیرې کول د افغانستان ټولنیزه جوړښت او عامه خدمتونه زیانمن کړي دي. په داسې حالاتو کې، د طالبانو د ادارې د محدودوونکو سیاستونو دوام نه یوازې د ښځو د بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده، بلکې د هېواد د روغتیا نظام راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button