جاپان د پوليو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته له شپږ ميليونه ډالرو زياته مرسته وکړه

د جاپان حکومت د افغانستان د ګوزڼ (پوليو) د له منځه وړلو د پروګرام د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانود ملاتړ صندوق، يونيسف، ته ۶.۲۶ ميليونه امريکايي ډالر مرسته ورکړې ده. دغه مرسته د هېواد په کچه د تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د واکسين د پروګرام د پياوړتيا لپاره شوې ده.
دا هوکړه ليک په کابل کې د يوې رسمي غونډې پر مهال لاسليک شو. د جاپان سفير کينيچي وويل، دا مالي مرسته د جاپان د نړيوالو همکاريو ادارې (جايکا) له لوري برابره شوې او د پروژې عملي پلي کول به يونيسف په افغانستان کې پر مخ وړي.
د جاپان د سفير په وينا، دا پروګرام به د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې تطبيق شي او له ۱۷ ميليونو زيات هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي، د پوليو واکسين تر پوښښ لاندې راولي. دا اقدام د يادې ناروغۍ د بشپړې له منځه وړنې لپاره د نړيوالو هڅو يوه برخه بلل کېږي.




