جمعیت اسلامي د طالبانو جزايي اصولنامه «انحرافنامه» وبلله

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د طالبانو د ادارې د جزایي محاکمو اصولنامه په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې دا سند د تبعیض او له ځوابویلو معافیت د نهادینې کولو له لارې له عدالت او اسلامي شریعت سره په څرګند ټکر کې دی.
دغه ګوند د شنبې په ورځ، د دلوې پر څلورمه، په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د دې اصولنامې پلي کېدل کولی شي د تبعیض، سیسټماټيک ظلم او د افغانستان د وګړو بنسټیزو حقونو د کمزوري کېدو لامل شي. د جمعیت اسلامي په باور، دا ډول تګلاره د استبداد د پیاوړتیا او د قضایي جوړښتونو څخه د هر ډول حساب ورکونې د له منځه وړلو زمینه برابروي.
په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د ادارې جزایي اقدامات د دیني پوښښ لاندې، خو د اسلام له انتخابي او انحرافي تفسیرونو پر بنسټ تنظیم شوي او اصلي موخه یې د واک ټینګښت او د ټولنې ځپنه ده. ګوند زیاته کړې چې د دین له نوم څخه د سیاسي ګټې اخیستل نه یوازې د اسلامي شریعت له اصولو سره ناسازګار دي، بلکې د مذهبي بنسټونو پر وړاندې د خلکو باور هم زیانمنوي.
جمعیت اسلامي د هېواد له دیني عالمانو غوښتي چې په روښانه او مسؤلانه دریځ سره د طالبانو د ادارې د دیني مفاهیمو له ناوړه استفادې مخه ونیسي او د هغو سیاستونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي چې د عدالت او انساني کرامت د نقض سبب ګرځي.




