روغتيامهم خبرونه

جلالي: د ناروغيو پر ضد مبارزې لپاره له هر هېواد مرستې ترلاسه کوو

د طالبانو د عامې روغتيا وزير نورجلال جلالي، چې دا مهال هند ته په سفر تللی، ويلي چې د هغه اصلي تمرکز د ناروغيو پر ضد مبارزه ده او د دغو ناروغيو د له منځه وړلو لپاره له هر هېواد سره مرسته او همکاري ترلاسه کولو ته چمتو دی.

جلالي له خبريالانو سره په خبرو کې د دغه سفر موخه د افغانستان او هند تر منځ د روغتيايي همکاريو يو نوی فصل پيلول ياد کړ او ويې ويل، د دواړو هېوادونو تر منځ د دې اړيکو پياوړي کول کولای شي د خلکو لپاره د روغتيايي خدمتونو او آسانتياوو ته د لاسرسي په ښه والي کې مرسته وکړي.

نوموړي همداراز څرګنده کړه چې په تېر کې د افغانستان د درملو د اړتيا يوه مهمه برخه له پاکستانه پوره کېده، خو اوس د اسلام‌اباد سره د اړيکو د کمزورۍ له امله، د طالبانو اداره د بديلو لارو په لټه کې ده.

د هغه په وينا، هند کولای شي له دې بديلو څخه يوه مهمه لاره وي؛ داسې يوه موضوع چې د نړيوالو پراخو محدوديتونو او د افغانستان پر روغتيايي نظام د فشارونو په شرايطو کې د درملو دوامداره لاسرسي او سيمه‌ييزو همکاريو ته ځانګړی اهميت ورکوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button