سياستمهم خبرونه

جلالي: افغانستان کولای شي د سیمې د نښلولو پل شي

ذاکر جلالي، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو مرستيال، وايي چې د افغانستان په اړه باید یوازې له امنيتي زاويې ونه‌کتل شي، بلکې د دې هېواد پر رول چې د نښلولو، همکارۍ او سيمه‌ييزې يو موټيتوب لپاره کارول کېږي، تمرکز وشي.

نوموړي د ۲۰۲۱ کال مخکې وضعیت ته په اشاره وويل چې په افغانستان کې د لسګونو بهرنيو هېوادونو پوځي حضور او د بیلابیلو لوبغاړو مداخلې، هېواد یې د خلکو او سيمې لپاره يوه جدي امنيتي مسئله ګرځولې وه. جلالي ادعا وکړه چې اوس افغانستان د بحران د مدیریت موضوع نه ده او د خپل ژیواکونوميکي موقعیت له مخې کولای شي د منځنۍ آسيا، لوېديځ او جنوبي آسيا ترمنځ د نښلولو پل وي.

د طالبانو دغه چارواکی وايي، د سيمې هېوادونه کولای شي د افغانستان د ترانزیتي او سوداګريزو ظرفيتونو له کارولو سره ګډو ګټو ته ورسېږي او سيمه‌ييزه يووالی پياوړی کړي. نوموړي د ايران د بهرنيو چارو وزیر له خوا د افغانستان فرصتونو او ظرفيتونو ته د توجه په اړه هم محتاطانه يادونه وکړه.

جلالي ادعا وکړه چې په تېرو څو کلونو کې د ترانزیت، سيمه‌ييزې نښلول، سوداګرۍ اسانتياوو او اقتصادي همکاريو په برخو کې ګامونه اخيستل شوي، خو دا ادعاوې د یو لړ جدي ننګونکو سره مخ دي، لکه د طالبانو د ادارې نړيواله نه‌پيژندنه، پراخې کورنيو محدوديتونه او د ګاونډيانو له خوا د افغانستان پر پایدار ثبات شکونه.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د يکشنبې په ورځ تهران د افغانستان په اړه د يوې غونډې کوربه وو؛ په دې غونډه کې د روسيې، چين، تاجکستان، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون کړی وو. سره له دې چې طالبانو ته بلنه ورکړل شوې وه، دوی له ګډون کولو ډډه وکړه؛ دې کار پوښتنې راولاړې کړې چې آيا د طالبانو اداره د سيمه‌ييزو خبرو اترو او ډيپلوماټيکو فرصتونو ته عملي ژمنتيا لري، که نه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button