د جلالاباد ښار پراختیا په تېرو ۲۴ کلونو کې درې برابره شوې

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځایونو ادارې (UN-Habitat) راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ کلونو کې د ننګرهار جلالاباد ښار پرته له هر ډول اغېزمن ښاریز پلان څخه درې برابره پراخ شوی دی.
په راپور کې ویل شوي، د نفوس بېنظم او چټک زیاتوالی او د ښار جغرافيوي پراخوالی د اساسي خدمتونو ته د لاسرسي کموالی، نابرابرۍ زیاتوالۍ، او د ښار څنډو ته د غریبو سیمو جوړېدو لامل شوی دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دا بهیر له څارنې او روښانه تګلارې پرته دوام ومومي، د جلالاباد ښار د اوسېدونکو د ژوند لپاره به جدي پایلې ولري.
جلالاباد ښار د افغانستان په ختیځو مهمو ښارونو کې شمېرل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې د شاوخوا ولسوالیو څخه د پراخو مهاجرتونو شاهد پاتې شوی. د نفوس غیرمنظم زیاتوالي د دې ښار پر کمزورو بنسټیزو اسانتیاوو ډېر فشار راوړی دی.
په داسې حال کې چې نړیوال سازمانونه لکه یون-هابیتات د انسانمحوره ښارونو پراختیا ته اړتیا یادوي، خو د طالبانو اداره تراوسه د منظمه ښاریز مدیریت او د خلکو د اړتیاوو ځواب ویلو لپاره روښانه او عملي برنامه نه ده وړاندې کړې. دا بېتدبیره وضعیت د جلالاباد ښار راتلونکې له جدي ننګونو سره مخ کوي.




