د فرانسې پخوانی وزیر ژاک لانګ له اپستین سره د اړیکو تر افشا وروسته له آنلاین ګواښونو سره مخ شو

د فرانسې رسنیو راپور ورکړی چې ژاک لانګ، د فرانسې پخوانی د کلتور وزیر، او د هغه مېرمن د انټرنېټي ګواښونو له امله د پولیسو تر ساتنې لاندې راغلي دي. دا ګواښونه وروسته له هغه زیات شول چې د هغه اړیکه د امریکايي جنسي مجرم جفري اپستین سره څرګنده شوه.
د خبري سرچینو د وينا له مخې، د فرانسې د عمومي څارنوال دفتر تېرې اوونۍ د ژاک لانګ او د هغه د زوی پر ضد د پیسو د مینځلو د تور په تړاو رسمي پلټنې پیل کړې دي. دا قضايي پروسه وروسته له هغه پيل شوه چې اسناد او راپورونه خپاره شول چې د لانګ مالي اړیکو او د اپستین سره د احتمالي اړیکو په اړه یې اشاره کوله.
ژاک لانګ د دغو پرمختګونو په غبرګون کې اعلان کړی چې غواړي د عربي نړۍ د څېړنو د انستیتیوت له مشرتابه څخه استعفا ورکړي؛ دا یوه فرهنګي اداره ده چې په پاریس کې موقعیت لري او د عربي نړۍ د مطالعاتو په برخه کې فعالیت کوي.
د امریکا د قضايي چارواکو له خوا خپاره شوي اسناد ښيي چې د ژاک لانګ نوم ۶۷۳ ځلې د جفري اپستین اړوندو مکاتباتو کې یاد شوی دی. دا اسناد ښيي چې تر منځ یې ګډې اړیکې او ګټې شته وې، چې له امله یې پراخ غبرګونونه او امنیتي اندېښنې رامنځته شوي دي.




