د افغانستان او ايران ترمنځ د شيخ ابونصر فراهۍ له بندره د سوداګريزو لېږدونو عادي دوام

د فراه ولايت د صنعت او سوداګرۍ خونې رييس اعلان کړی چې د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګريزو مالونو لېږد په عادي ډول روان دی او هره ورځ سلګونه باروړونکي موټر د شيخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې تګ راتګ کوي.
دين محمد نعمتي ويلي چې په منځنۍ توګه هره ورځ له افغانستانه تر ۴۰۰ زيات باروړونکي موټر ايران ته ځي او له ايران څخه نږدې ۳۸۰ باروړونکي موټر افغانستان ته داخلېږي. د ده په وينا، دغه تګ راتګونه له ځانګړو ستونزو پرته دوام لري او د سوداګرۍ بهير ګډوډ شوی نه دی.
د فراه د صنعت او سوداګرۍ خونې رييس نور هم زياته کړه چې د ايران، امريکا او اسرایيلو تر منځ روانو کړکېچونو او نښتو تر اوسه د افغانستان پر سوداګرۍ هېڅ اغېز نه دی کړی.
د شيخ ابونصر فراهۍ بندر د افغانستان په لوېديځ کې د ايران پولې ته نږدې موقعيت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي مالونو د لېږد له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.




