جبههٔ آزادی: په کابل کې د طالبانو د استخباراتو پر موټر برید شوی

د افغانستان جبههٔ آزادی اعلان کړی چې د طالبانو د استخباراتو پر یوه موټر یې په کابل ښار کې تازه برید کړی چې له امله یې یو طالب وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۱مه خپره شوې، دغه جبهه ویلي چې برید تېره شپه د کابل ښار په بوستان سړک کې د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې ترسره شوی دی.
په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د جبههٔ آزادی له خوا خپور شوی، ښکاري چې هدف شوی موټر د طالبانو د استخباراتو د یوه مدیر و، چې په یاده سیمه کې فعالیت درلود.
جبههٔ آزادی څرګنده کړې چې په یاد عملیاتو کې د دوی کسانو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.
د کابل ښار ۱۷مه امنیتي حوزه د طالبانو تر شدید کنټرول لاندې یوه له شخړهناکو سیمو ګڼل کېږي. د مقاومت کوونکو ډلو لهخوا د هدفمند بریدونو زیاتوالی د طالبانو پر ظالمانه واکمنۍ د خلکو د مخ پر زیاتېدونکي ناخوښۍ څرګندونه ده.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.




