مهم خبرونهنړیوال

د ايټاليا صدراعظم تاوتريخوالي کوونکي مظاهره کوونکي جنايتکاران وبلل

د ايټاليا صدراعظم جورجيا ملوني د تورين ښار د تېرې اوونۍ د تاوتريخوالي ډکو نښتو په غبرګون کې وويل چې د هېواد حکومت هېڅ ډول تاوتريخوالی د پوليسو پر وړاندې او د عام نظم ګډوډونه نه زغمي او د دغو پېښو عاملان يې جنايتکاران وبلل.

جورجيا ملوني په ټولنيز شبکه ايکس (X) کې د يو پيغام په خپرولو او له هغو انځورونو سره چې د روغتون کې د ټپي پوليسو له سرتېرو د هغې د ليدنې ښودنه کوي، وويل هغه کسان چې په دغو مظاهرو کې برخه لرله، له کوکتل مولوتوف بمونو، چکشونو، د مېخونو ډک لاس‌ساخت بمونو، ډبرو او تېزو وسيلو سره راوتلي وو. هغې زياته کړه، دا کسان د امنيتي ځواکونو د وژلو نيت درلود او دا ډول کړنې مدني اعتراض نه شم بللای.

د رپوټونو له مخې، د دغې پراخې مظاهرې پر مهال د تورين په ښار کې د مظاهره کوونکو او پوليسو ترمنځ سختې نښتې شوې. خپاره شوي ويډيوګانې ښيي چې يو شمېر مظاهره کوونکي د تور رنګه جامو په اغوستو د پوليسو پر وړاندې ودرېدل او تاوتريخوالي ته متوسل شول.

دغه ناآرامۍ وروسته له هغه رامنځته شوې چې يو لاريون د «Askatasuna» تر نوم لاندې د يو ټولنيز مرکز د ملاتړ لپاره وشو؛ دا مرکز تازه د سيمه‌ييزو چارواکو له‌خوا تړل شوی و. د کارپوهانو په وينا، دا ودانۍ د څو لسيزو لپاره د تندلار چپ اړخو فعالانو په واک کې وه.

د ايټاليا چارواکو ويلي، په دغو پېښو کې لږ تر لږه ۱۰۸ د امنيتي ځواکونو غړي ټپيان شوي دي. د دوی په وينا، مظاهره کوونکو پر پوليسو د بوتلونو، ډبرو، لاس‌ساخت بمونو او لوګي بمونو بريدونه کړي، د کثافاتو بېرلونه او د پوليسو يو زغره‌وال موټر يې سوځولی او د ښار د فرنيچر او څراغ‌ونو ستنې يې د بريد وسيلې ګرځولې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button