امنیت او پېښېمهم خبرونه
په استانبول کې د داعش ۱۱۵ شکمن غړي ونيول شول

د استانبول څارنوالۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ترکيې امنيتي ځواکونو ۱۱۵ کسان د داعش جګپوړي ډلې د غړيتوب او د کريسمس او نوي ميلادي کال د مراسمو پر مهال د بريدونو د پلان جوړولو په تور نيولي دي.
د دې ادارې په وينا، د استانبول پوليسو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دې پايلې ته رسېدلي وو چې د داعش غړي په ترکيه کې، په ځانګړي ډول د غيرمسيحيانو پر وړاندې، د دې مراسمو پر مهال د بريدونو نيت لري.
د ټولنيزې شبکې «ايکس» له لارې په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې پوليسو د عملياتو په ترڅ کې د استانبول په ۱۲۴ ځايونو چاپې وهلې او له ۱۳۷ پېژندل شوو شکمن کسانو څخه ۱۱۵ تنه يې نيولي دي.
په دې عملياتو کې څو تپانچې او اندازه مهمات هم موندل شوي او ضبط شوي دي. د ترکيې چارواکو ويلي، د نورو تښتېدلو کسانو د نيولو هڅې لا هم روانې دي.




