مهم خبرونهنړیوال

د يو اسرائيلي سرتېري اعتراف: په غزه کې مې د ښځو او ماشومانو وژنه او زورونې کړې

د يو اسرائيلي سرتېري او يو امريکايي کاروونکي ترمنځ د خبرو ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې له خپرېدو وروسته پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په دغه ويډيو کې ياد سرتېری په غزه کې د فلسطيني ښځو او ماشومانو د وژل کېدو او د هغوی د جنسي ځورولو اعتراف کوي؛ دا څرګندونې د ډېرو کاروونکو، په ځانګړې توګه په امريکا کې، سخت غبرګونونه راپارولي دي.

په خبرو اترو کې يو ځای امريکايي کاروونکی له هغه غواړي چې د خپل استوګن ځای ساحه وښيي. سرتېری په ځواب کې وايي، «له کورونو ډېر څه نه دي پاتې» او هر څه له خاورو سره يو شوي دي. کله چې ترې پوښتنه کېږي چې آيا د اسرائيلو پوځ هر څه ويجاړ کړي، هغه مثبت ځواب ورکوي.

وروسته امريکايي کاروونکی په ښکاره ډول د ښځو او ماشومانو د وژنې په اړه پوښتنه کوي، او دغه سرتېری څو ځله «هو» وايي. هغه دا هم ادعا کوي چې د وژنو تر څنګ د تيري پېښې هم شوې دي. کله چې هغه ته خبرداری ورکول کېږي چې دا خبرې خپرېږي او پراخې پايلې لرلای شي، سرتېری وايي چې دې ته هېڅ پروا نه لري.

د دې ويډيو خپرېدو پراخ لړ اعتراضونه او غندنې راپارولې دي. ډېرو کاروونکو دا څرګندونې د غزې جګړې د تاوتريخوالي د اندېښناک اړخ څرګندونه بللې او د دغو ادعاوو د پلټنې او ځواب‌ګويۍ غوښتنه کړې ده. د غزې سيمه په وروستيو مياشتو کې د سختو جګړو او د ملکيانو د ډېرو تلفاتو شاهده وه او د بشري حقونو بنسټونو څو ځله د ښځو او ماشومانو د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button