اسراييلي ورځپاڼه: د اشغال شويو سيمو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلی

يوه اسراييلي اقتصادي ورځپاڼه د بنيامين نتنياهو د کابینې له کړنو په نيوکه سره راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې په اشغال شويو سيمو کې ناامنۍ يوې د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او د ملکي وګړو ژوند یې په مستقيم ډول اغېزمن کړی دی.
د دې راپور له مخې، ورځپاڼې «کالکاليست» لیکلي چې د کابینې له خوا د بېپامي او غير مؤثر مديريت له امله د تېرو شلو کلونو په پرتله د ترافيکي پېښو د مړينو تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې ده. يوازې په ۲۰۲۵ کال کې سلګونه اسراييلي مېشته کسان په ترافيکي پېښو کې مړه شوي دي، چې دا شمېر د دې ورځپاڼې په وينا بېساري بلل شوی دی.
په راپور کې د زور زياتي جرمونو د لوړېدو موضوع هم روښانه شوې ده. د کالکاليست په وينا، د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د وژنو شمېر دومره لوړ شوی چې په تېرو لسو کلونو کې یې ساری نه دی ليدل شوی، او دا د کورني امنيت د کړکېچ د زياتېدو څرګندونه کوي.
ورځپاڼې د دې وضعيت اصلي لامل د نتنياهو د کابینې ناکارآمدي او ورسره هممهاله څو کورني بحرانونه ياد کړي دي؛ له هغو څخه د حريدي يهوديانو له منځه د سرتېرو د جلب ستونزه، د عامه پورونو زياتوالی او د ژوند لګښتونو لوړوالی دي. د راپور د ليکوالانو په باور، د اسراييل کابينه د خپلو تګلارو د پايلو مسؤليت نه قبلوي او هڅه کوي له ځوابګویۍ ځان خلاص کړي.




