د اسراییلي جنګي الوتکو پراخ پروازونه د سوریې په جنوب کې

په سوریه کې ځایي سرچینو راپور ورکړی چې د اسراییلو جنګي الوتکو د دې هېواد د درعا او قنیطره ولایتونو د اسمان له لارې پراخ پروازونه کړي دي. د سوریې د «الاخباریه» تلویزیوني شبکې خبریال وايي، دغه الوتنې د یادو دوو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې لیدل شوي، خو تراوسه د دوی د هدف یا پایلو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
دغه فعالیتونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلو له هغه مهاله چې د سوریې پخوانی حکومت نسکور شو، د دې هېواد پر بېلابېلو برخو ګڼ بریدونه کړي دي. څو ورځې وړاندې هم د دمشق ښار ځینې سیمې د دروز ټولنې د ملاتړ په پلمه بمبار شوې وې.
راپورونه دا هم ښيي چې د سوریې د سیاسي بدلونونو وروسته، اسراییلي ځواکونو د جولان د نیول شوې سیمې د جلا کوونکې کرښې له تېرېدو سره خپل شتون د درعا او قنیطره په ځینو برخو کې پراخ کړی دی. جولان هغه سیمه ده چې له لسیزو راهیسې د سوریې او اسراییلو ترمنځ د لانجې موضوع ده او یوه برخه یې د اسراییلو تر اشغال لاندې ده.




