مهم خبرونهنړیوال

د اسراییلي ځواکونو د قنیطره په سیمه کې د پوځي تلاښونو نوی پړاو

رسنیزو راپورونو ویلي چې د اسراییلو پوځ سرتېري نن سهار د سوریې د جنوب قنیطره ولایت ځینې سیمو ته داخل شوي او د جولان په صیدا ښارګوټي کې یې د تلاشي پوسته جوړه کړې ده.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، لږ تر لږه ۱۲ پوځي موټرې د اسراییلو پوځ له خوا دې ښارګوټي ته داخلې شوې او ځواکونو له استقرار وروسته د ښارګوټي لوېدیځ لوری تر خپل کنټرول لاندې راوست. دغو ځواکونو تر لنډې مودې وروسته سیمه پرېښوده او د اشغال شویو سیمو لوري ته بېرته ستانه شول.

دا لومړی ځل نه دی چې داسې تحرکات ترسره کېږي؛ تېره جمعه هم د اسراییلو پوځ د شپې له خوا د درعا ولایت لوېدیځ ته په حوض یرموک سیمه کې یوې پخوانۍ پوځي اډې ته داخل شوی و.

د راپورونو له‌مخې، له ۸ دسمبر ۲۰۲۴ نېټې وروسته چې د بشارالاسد حکومت نسکور شو، اسراییلو په سوریه کې زرګونه هوايي او ځمکني بریدونه ترسره کړي او د دغه هېواد جنوبي برخې یې تر خپل اشغال لاندې راوستې دي.

د قنیطره د اطلاعاتو مشر محمد السعید مخکې له الجزیرې سره ویلي وو، د قنیطره پوله‌یز کلي، د درعا لوېدیځ او د دمشق حومې سیمې د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته د ننه تګ شاوخوا ۱۵۰۰ پېښې لیدلي چې پکې تر ۳۰ زیات کسان نیول شوي دي.

په همدې حال کې، د سوریې له نوې ادارې سره تړلي یوه سرچینه ویلي چې د اسراییلو او سوریې ترمنځ د خبرو نوی پړاو د امریکا په منځګړیتوب پیل شوی، هغه خبرې اترې چې ویل کېږي د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د جلاوالي تړون د بیا فعالولو پر موضوع تمرکز لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button