د اسراییلي پوځ یو مالي ملاتړي د اپسټین په قضیه کې ښکېلتیا

هغه اسناد چې د امریکايي مجرم او د انسان قاچاق کوونکي جفري اپسټین له قضیې سره تړاو لري، څرګندوي چې لیون بلک، د امریکا یو مشهور پانګهوال او د اسراییلي پوځ یو مهم مالي ملاتړی، د ښځو او کمعمره نجونو پر وړاندې په جنسي جرمونو کې لاس درلود. دا موضوع یو ځل بیا د اپسټین د اړیکو شبکې او د نفوذ لرونکو څېرو په تړاو بحثونه راپورته کړي دي.
د دغو اسنادو له مخې، بلک د ځینو ښځو او د قانوني سن څخه د کم عمر لرونکو نجونو په جنسي تیري کې ښکېل و. نوم یې د هغو کسانو په منځ کې یاد شوی چې له اپسټین سره یې نژدې اړیکې لرلې او د هغه له مالي ملاتړ کوونکو او همکارانو شمېرل کېدل.
لیون بلک د امریکا د خصوصي سکتور یو پېژندل شوی تاجر دی او د «د اسراییلي پوځ د دوستانو» په نوم بنسټ له مهمو تمویلونکو څخه ګڼل کېده. دغه بنسټ د اسراییلو پوځیانو ته مالي او لوژستیکي مرسته برابروي او له بلک څخه یې میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې ده.
تر دې وړاندې هم د اسراییلو د یو شمېر چارواکو نومونه، لکه بنيامین نتنياهو او اهود باراک، د اپسټین له قضیو سره تړاو لرونکو اسنادو کې ذکر شوي وو؛ هغه موضوع چې د سیاسي قدرت، پانګې او منظم جنسي جرمونو ترمنځ د اړیکو په اړه پراخ انتقادونه راپارولي دي. له دې سره، د ډېرو دغو څېرو قانوني څېړنې لا هم روانې دي.




