د اسرایيلو کارپوه د تلابيب او امارات د سومالیلېنډ د همکارۍ په اړه څرګندونې وکړې

يو اسرایيلی کارپوه د تلابيب او د عربي متحده اماراتو ترمنځ د سومالیلېنډ په تړاو د همغږۍ د شتون انکشاف کړی او ويلي يې دي چې دا همکاري د دغه سيمې د نفوذ د پراخېدو په موخه روانه ده.
ایال زيسر، چې د تلابيب پوهنتون مرستيال مشر دی، د «عربي۲۱» رسنۍ ته ويلي چې ابوظبي هڅه کوي خپل حضور او نفوذ په سومالیلېنډ کې پياوړی کړي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د پام وړ مالي سرچينې لګولو ته چمتو ده. د ده په وينا، دا بهير د اسرایيلو په همغږۍ پر مخ ځي.
زيسر زياته کړې چې متحده ايالات هم هڅه کوي په دې سيمه کې نوې پوځي اډه جوړه کړي؛ هغه ګام چې د ده په وينا، د جيوپوليټيکي سياليو او د واشنګټن د امنيتي اندېښنو په چوکاټ کې د افريقا په براعظم کې مطرح شوی دی.
دغه اسرایيلی کارپوه د سومالیلېنډ جغرافيايي موقعيت ته په اشارې سره ويلي، ډېری د اسرایيلو اتباع حتی د دې سيمې نوم نه دي اورېدلي، خو د تلابيب له نظره، سومالیلېنډ د سره سمندر د ورودي او د مهمو سمندري لارو د نږدېوالي له امله ستراتيژيک ارزښت لري.
سومالیلېنډ د سومالی په شمال کې يوه بېلتونپاله سيمه ده چې تر اوسه د ملګرو ملتونو هېڅ غړي هېواد له خوا نه ده پېژندل شوې. له دې سره سره، اسرایيلو مخکې په یوه لانجمن ګام کې دغه سيمه په رسميت پېژندلې، هغه پرېکړه چې څارونکو د نړيوال قانون د منل شويو اصولو د سرغړونې په توګه ياده کړې ده.




