مهم خبرونهنړیوال

د پاریس په ښار کې د اسراییلو او سوریې د امنیتي خبرو ادعا شوې

ځینې اسراییلي سرچینو ادعا کړې چې د سوریې لوړپوړي چارواکي او د اسراییلو د رژیم استازي به د دوشنبې په ورځ په پاریس کې سره وویني او د یوې امنیتي هوکړې په اړه به خبرې بیا پیل کړي.

د اسراییلو د رژیم د تلویزیون ۱۲ شبکې د دغو سرچینو له قوله ویلي، دغه خبرې به د امریکا د متحده ایالاتو تر څارنې لاندې ترسره شي، او د امریکا اوسنی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، غواړي د دمشق او تل ابیب ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو بهیر چټک کړي.

د دغو ادعاوو له مخې، خبرې به دوه ورځې دوام وکړي او د ټرمپ د ځانګړي استازي په توګه تام باراک، د سوریې د چارو لپاره، د جولاني رژیم د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني، او یو اسراییلي پلاوی به په کې ګډون ولري.

دا پرمختګونه په داسې حال کې راپورته کېږي چې د بَشَرالاسد د رژیم له سقوط وروسته، د اسراییلو رژیم نه یوازې په سوریه کې ځمکني بریدونه کړي او د دغه هېواد ځینې برخې یې نیولي، بلکې په بېلابېلو سیمو یې سلګونه هوايي بریدونه هم کړي دي؛ هغه بریدونه چې د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، لا هم روان دي او په سیمه‌ییزه کچه پراخې نیوکې یې راپورته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button