اسرایيل د غربې غاړې او غزې کې د نړيوالو مرستندویو بنسټونو جوازونه لغوه کوي

رسنیزو سرچینو راپور ورکړی چې اسرایيل د لويديځې غاړې او غزې په سيمو کې د يو شمېر نړيوالو مرستندویو او بشري حقونو بنسټونو د فعاليت جوازونه لغوه کوي. دا اقدام د فلسطينيانو د بشردوستانه مرستو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د دې ادعا په پلمه شوې چې ځينې یاد بنسټونه له «ترهګرۍ» سره تړاو لري؛ داسې ادعا چې د بشري حقونو بنسټونو له خوا څو ځله بېاساسه بلل شوې او د بشردوستانه فعاليتونو د محدودولو يوه وسيله ګڼل شوې ده.
ويل کېږي چې له لسو ډېرو نړيوالو بنسټونو، په شمول د «ډاکټران بېپولې» سازمان، ته په رسمي ډول خبر ورکړل شوی چې د دوی د فعاليت جوازونه به د راتلونکي جنورۍ له پيل سره لغوه شي. دا پرېکړه کولاى شي د زرګونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي او مرستندویو خدمتونو لاسرسی له ستونزو سره مخ کړي.
دغه اقدام د اسرایيلو د محدودوونکو پاليسيو دوام بلل کېږي چې پر نړيوالو بنسټونو يې پلي کوي. تر دې مخکې، د اسرایيلو پارلمان پرېکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د فلسطيني کډوالو د کار او مرستې ادارې (آنروا) دفترونو ته د اوبو او برېښنا رسېدنه بنده کړي.
د اسرایيلو د پارلمان ډېری غړو دغه طرحه تأييد کړه، پرېکړه چې د دوه کلنې جګړې له وروسته شرايطو کې پر هغو فلسطينيانو زيات فشار اچوي چې په غزه کې اوسېږي او له هر وخت زيات د آنروا له مرستو اړدي دي.
تلابيب ادعا کوي چې آنروا له حماس سره اړیکه لري، خو دغه اداره چې د ملګرو ملتونو پورې اړه لري، دا ادعا رد کړې. منتقدان وايي، دا تور د بشردوستانه مرستو د کمزورې کولو او پر ملکي فلسطينيانو د فشار د زياتولو هڅه ده.




