اسرائیل د یمن په جنوب کې د «سومالیلند» د تکرار پلان لري

یو عبري ژبې ورځپاڼې راپور ورکړی چې اسرائیل هڅه کوي د یمن په جنوب کې د «سومالیلند» ماډل تکرار کړي او د دې سیمې د بېلتون غوښتونکو جوړښتونو سیاسي ملاتړ وکړي.
د راپور له مخې، د معاریو ورځپاڼې لیکلي چې اسرائیل غواړي د جنوبي انتقال شورا په رسمیت پېژندلو سره، چې د متحده عربي اماراتو ملاتړ لري، د سور سمندر پر ساحلي سیمو کې د ستراتیژیکو همکاریو زمینه برابره کړي. د دې راپور په وینا، د دغه اقدام اصلي هدف د انصارالله د ځواکونو پر وړاندې مقابله ده.
په دوام کې ویل شوي چې د اماراتو له اړوند ځواکونو د مشروعیت ورکول کولی شي اسرائیل ته دا فرصت ورکړي چې د بابالمندب ستراتیژيک تنګي ته څېرمه ساحلونو کې پوځي او استخباراتي حضور ولري؛ هغه لاره چې د سیمې په سوداګرۍ او امنیت کې مهم رول لري.
همدارنګه، د العربیه تلویزیوني شبکې د عبري سرچینو له قوله ویلي چې د جنوبي انتقال شورا مشر له اسراییلي چارواکو سره پټې او پراخې اړیکې نیولي، څو په بدل کې د اسرائیل د اشغالګر وضعیت په رسمیت پېژندلو، د یمن د جنوب د بېلتون پروژې لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي؛ داسې یو اقدام چې کولی شي د یمن سیاسي کړکېچ او تجزیه لا نوره زیاته کړي او د سیمې پر ثبات پراخې اغېزې ولري.




