اسراییل د عزالدین قسام د ځواکونو د محاکمې لپاره د نوي قانون طرحه چمتو کوي

د یوه اسراییلي ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسراییل چارواکي هڅه کوي یو نوی او سخت قانون تصویب کړي چې له مخې یې د عزالدین قسام د ځانګړو قطعو غړي په درنو تورونو محاکمه شي او د هغوی د خوشې کېدو هر ډول امکان له منځه یوسي.
د فلسطین د معلوماتو مرکز د راپور له مخې، ورځپاڼې «یدیعوت آحارانوت» لیکلي چې دغه قانون به هغو کسانو ته متوجه وي چې په غزه کې د اسراییلي بنديانو د ساتنې مسوولیت یې درلود او هغوی به د د اکتوبر د اوومې د پېښو د جګړه يي برخه والو په څېر تعقیب کړي.
د دې طرحې د مفادو له مخې، هر هغه څوک چې د د اکتوبر د اوومې د پېښو په تړاو محکوم شي، به تر پای پورې په زندان کې پاتې شي، او دا بندیز په ښکاره توګه د اسیرانو د هر ډول احتمالي تبادلې تړونونو ته هم غزول شوی دی.
په دې قانون کې همدارنګه ټینګار شوی چې د دغو تورنو کسانو لپاره د مدافع وکیل برابرول یا د قانوني استازیتوب تضمین کول اړین نه دي؛ هغه موضوع چې د بشري حقونو بنسټونه یې د عادلانه محاکمې د اصولو خلاف بولي.
راپور زیاتوي چې د عزالدین قسام د ځانګړو قطعو د محاکمې غونډې به د یوه ځانګړي وېبسایټ له لارې ژوندۍ یا ثبت شوې خپرې شي، هغه اقدام چې د محاکمې د بهیر له سیاسي او تبلیغاتي کارونې سره تړلې اندېښنې زیاتوي.




