اسراییلي چارواکي د نتانیاهو د دفتر د رییس د تلیفون د هک کېدو ادعا څېړي

د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، د دې هېواد د صدراعظم دفتر یوې سرچینې وویل چې مسؤل چارواکي د بنیامین نتانیاهو د دفتر د رییس د موبایل د هک کېدو ادعاوې ارزوي. دا د دغه خبر د خپرېدو په اړه د تلابیب لومړنی رسمي غبرګون دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، یادې سرچینې د ډېرو جزییاتو له ورکړې پرته ویلي چې اړوندې ادارې د خپرو شویو ادعاوو د رښتینولۍ او ابعادو د ارزونې په حال کې دي. تر اوسه د دغو څېړنو پایله په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.
تر دې مخکې، د «حنظله» په نوم یوه سایبري ډله په ایکس ټولنیز شبکه کې په خپاره شوي پیغام کې ادعا کړې وه چې د نتانیاهو د دفتر د رییس «تزاحي براورمن» موبایل ته یې لاسرسی موندلی دی. دغې ډلې ویلي چې د براورمن آیفون ۱۶ پرو مکس هک شوی او دا نفوذ د دوی په وینا، یوازې وروستی نه دی.
حنظله په خپلو پیغامونو کې ادعا کړې چې د پټو خبرو، پټو معاملو او د قدرت د ناوړه ګټې اخیستنې اړوند معلوماتو ته یې لاسرسی موندلی او ګواښ یې کړی چې ښايي د دغو معلوماتو یوه برخه خپره کړي. د اسراییلو چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو د محتوا په اړه مشخص غبرګون نه دی ښودلی.




