مهم خبرونهنړیوال

اسرائیلو د حزب‌الله د توغندي پر زغره‌وال ټانک د لګېدو منل تایید کړل

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د لبنان د حزب‌الله له لوري توغول شوی یو توغندی په مستقیم ډول د دې هېواد د ۴۰۱ زغره‌والې قطعې پر یو ټانک لګېدلی دی. دا پېښه د دواړو لورو ترمنځ د روانو نښتو په لړ کې رامنځته شوې ده.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلو پوځي چارواکو د دغه برید د تایید ترڅنګ ویلي چې په دې پېښه کې یو سرتېری وژل شوی او بل افسر سخت ټپي شوی دی. خو تر اوسه د تلفاتو یا احتمالي ورانيو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

د اسرائیلو پوځ معمولاً په ورته پېښو کې د خپلو تلفاتو په اړه محدود معلومات ورکوي. د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ پوله‌یزې نښتې زیاتې شوې او دواړو لوریو د متقابلو بریدونو راپورونه ورکړي دي.

حزب‌الله لبنان، چې یوه وسله‌واله ډله او په لبنان کې اغېزمن سیاسي لوبغاړی بلل کېږي، تر دې مخکې هم د اسرائیلي پوځ پر اهدافو د ورته بریدونو مسؤلیت منلی دی. د لبنان جنوبي پولې پر سر دوامدار تاوتریخوالی د سیمه‌ییزو شخړو د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button