د اسراییل پوځي سرچینه: تلاویو د سوماليلنډ پر ستراتيژيک ارزښت تمرکز کړی

یو اسراییلي پوځي منبع ویلي چې تلاویو په وروستیو کلونو کې د سوماليلنډ پر سیمه ځانګړې پاملرنه کړې او دغه سیمه یې د ستراتيژيک ارزښت لرونکې بللې ده. د سیمهییزو رسنیو د راپور له مخې، د معاریو ورځپاڼې د یادې سرچینې له قوله لیکلي چې د اسراییلو د استخباراتي ادارې موساد مشر په تېر څو کلونو کې د اسراییل او سوماليلنډ ترمنځ د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا هڅې کړې دي. د سرچینې په وینا، دا تماسونه د تلاویو د پراخ امنیتي تګلارې یوه برخه ده چې د افریقا د شاخ په سیمه کې عملي کېږي.
د راپور له مخې، سوماليلنډ داسې مهم تاسیسات لري لکه بندر او نړیوال هوايي ډګر، چې د افریقا په کچه د اوږدو پروازونو له نادره باندونو څخه ګڼل کېږي. د یادې سرچینې په باور، دا موقعیتونه اسراییل ته په ځانګړي ډول د سیمهییزو بدلونونو، په تېره بیا د یمن په تړاو، د لا زیاتو عملیاتي امکاناتو زمینه برابروي.
په دوام کې ویل شوي چې د موساد مشر په دغو کلونو کې له عبدالرحمن محمد عبدالله، د سوماليلنډ د بېلتونپال غورځنګ له مشر سره نږدې اړیکې ټینګې کړي دي. دا اړیکې په داسې حال کې راپورېږي چې سوماليلنډ لا هم د نړيوالې ټولنې له خوا د خپلواک دولت په توګه نه دی پېژندل شوی.
همدارنګه، د اسراییل لهخوا د سوماليلنډ پېژندنې اقدام د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو له منفي غبرګونونو سره مخ شوی، هغه غبرګونونه چې د افریقا د شاخ په دغې حساسې سيمه کې د دا ډول پرېکړو پر قانوني او سیاسي پایلو اندېښنه څرګندوي.




