د اسرایيلو د ماليې وزير: د غزې بشپړه نيونه او د حماس وسلو خلاصول زموږ د پلان برخه ده

د اسرایيلو د ماليې وزير بزالل اسموتريچ ويلي، دغه رژيم به په پای کې د غزې سيمه اشغال کړي او هلته به د يهودي مېشت ځايونه جوړ کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې له غزې سره د اوربند له پيل څخه تر اوسه څلور مياشتې تېرې شوې دي، خو پوځي بريدونه لا هم روان دي او د موافقې له مادو سره خلاف، اسرایيلۍ ځواکونه له سيمې نه دي وتلي.
اسموتريچ د دوشنبې په ورځ د اسرایل له راډيو سره په خبرو کې وويل چې د «حماس له منځه وړل» لا هم د اسرایيلو د کړنلارې برخه ده. نوموړي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ يادونه وکړه او ويې ويل چې ټرمپ ته به فرصت ورکړای شي تر څو دغه هدف «په خپله طريقه» ترسره کړي، خو که ناکام شي، د امریکا له ملاتړ او د ده په وينا له «نړيوال قانوني مشروعيت» سره، د اسرایيلو پوځ به اقدام وکړي.
د اسرایيلو دغه چارواکي زياته کړه چې د حماس لپاره به يو وروستی شرط اعلان شي او له دغې ډلې به وغوښتل شي چې ټولې وسلې، مرکزونه او تونلونه تسليم کړي. د نوموړي په وينا، که حماس دغه غوښتنه رد کړي، اسرایل به په خپل سر اقدام وکړي.
همدارنګه، د اسرایيلو پوځ اعلان کړی چې د دې ځواک د اوومې لواء درې مياشتنۍ مأموريت د غزې په سویل کې د رفح په ښار کې پای ته رسېدلی دی. د پوځ په وينا، د دې عملياتو پر مهال شاوخوا ۸.۵ کيلومتره تونلونه ويجاړ شوي دي.
پوځ زياتوي، د رفح د عملياتو پر مهال د اسرایيلو د سرتېرو او د حماس د جګړهمارانو ترمنځ نېغه نښته هم رامنځته شوې ده. د غزې سيمه، چې له کلونو راهيسې تر سختې محاصرې لاندې ده، د منځني ختيځ له تر ټولو تودو سيمو څخه شمېرل کېږي او هر ډول بدلون په هغې کې پراخ انساني او سياسي اغېزونه لرلای شي.




