امنیت او پېښېمهم خبرونه

په هرات کې ۵۲ کیلوګرامه تریاک کشف شول

د طالبانو تر ادارې لاندې د هرات امنیه قومانداني اعلان کړی چې د یو کشفي عملیات په ترڅ کې یې له دې ولایت څخه ۵۲ کیلوګرامه د تریاکو ډول مخدره مواد نیولي دي.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام نبي نبي‌زاده ویلي، دغه اندازه مخدره مواد په مهارت سره په یوه شخصي موټر کې پټ شوي وو، چې تر پېژندنې وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او ضبط شول.

نوموړي زیاته کړې، چې له دې پېښې سره تړاو کې یو تن نیول شوی او دا مهال د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې دی. د نیول شوي کس د هویت او د هغه د عدلي برخلیک په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي چې که څه هم د طالبانو اداره د نشه‌يي موادو سره د مبارزې دعوې کوي، خو د څارونکو بنسټونو او اوسېدونکو له خوا د شفافیت نشتون، محدودو معلوماتو او کم ځواب‌ویونکي توب له امله وخت پر وخت نیوکې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button