د اسراییلو د مالیې وزیر د غزې او لبنان پرضد د نویو بریدونو احتمال یاد کړ

د اسراییلو د مالیې وزیر بتسلئیل سموټریچ په تندو څرګندونو کې ویلي، احتمال شته چې دا رژیم د اشغال شوې سیمې د انتخاباتو له ترسره کېدو وړاندې د غزې پټۍ او لبنان پرضد نوي بریدونه وکړي. نوموړي اوسنی وضعیت بېثباته وباله او وویل چې اوسنی اوربند به اوږد دوام ونه لري.
سموټریچ ټینګار وکړ چې لا تر اوسه د دغو بریدونو د پيل لپاره کوم مشخص وخت یا عملي سناریو نه دی ټاکل شوی، خو د هغه په باور امنیتي حالت داسې دی چې د نښتو د بیا پیل احتمال شته.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې له اوربند وروسته په غزه او لبنان کې د اسراییلو د دوامدارو بریدونو او د ژمنو د سرغړونو راپورونه خپاره شوي، هغه څه چې د اوربند د دوام په اړه جدي شکونه رامنځته کړي دي.
سیمهییز څارونکي خبرداری ورکوي چې دا ډول جګړهیزې څرګندونې نه یوازې د تاوتریخوالي په کمېدو کې مرسته نه کوي، بلکې د شخړو د سیمو بشري وضعیت لا نور هم کړکېچنوي.




