مهم خبرونهنړیوال

د اسراییلو بې‌پیلوټه او توپخانه بریدونه د لبنان جنوب ویشتي

رسانو راپور ورکړی چې د اسراییلو ځواکونو د لبنان په سویل کې یو شمېر سیمې د بې‌پیلوټه الوتکو او توپخانه بریدونو لاندې نیولي او په یوه ښارګوټي کې یې له ځمکني نفوذ وروسته یو کور الوزولی دی. دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د دواړو لورو د اوربند تړون لا هم پر ځای بلل کېږي.

د سیمې د رسنیو د راپور له مخې، یوې اسراییلو بې‌پیلوټه الوتکې د العدیسه ښارګوټی د غږیز بم په وسیله په نښه کړی دی، خو د پېښې د احتمالي زیانونو یا تلفاتونو په اړه تر اوسه جزییات نه دي خپاره شوي.

همدارنګه راپور ورکړل شوی چې د اسراییلو پوځیانو نن سهار وختي د الخیام ښار په سویل کې د وادي العصافیر سیمې ته ننوتي او هلته یې یو استوګنیز کور الوزولی دی. په عین وخت کې د یارون ښارګوټي شاوخوا سیمې هم د توپونو تر برید لاندې راغلې دي او سیمه‌ییز اوسېدونکي وايي د چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې دي چې لبنان او اسراییل تر دې وړاندې د اوربند په اړه موافقې ته رسېدلي وو. لبناني سرچینو دا اقدامات د یاد تړون سرغړونه بللې ده، خو د اسراییلو چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button