مهم خبرونهنړیوال

اسراییل د د ترامپ د «سولې شورا» ته د پیسو ورکول رد کړل

د بنیامین نتنياهو د کابینې يو لوړپوړي چارواکي ويلي، چې تل‌ابيب به د امريکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ تر مشرتابه لاندې د به‌اصطلاح «سولې شورا» ته هېڅ پيسې ورنه‌کړي. د الجزيرې د راپور له مخې، د اسراییلو راډيو د همدې چارواکي له قوله ويلي، دا پرېکړه په رسمي ډول ټرمپ ته رسېدلې ده.

دغه دریځ په داسې مهال څرګندېږي، چې د غزې جګړه د پراخو ورانيو او يو بې‌ساري بشري بحران لامل شوې ده او پر اسراییلو نړیوالې نیوکې لا هم دوام لري. ګڼ شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول يو شمېر اروپايي دولتونو، خپله د دې موسومې د سولې شورا سره د ګډون مخالفت څرګند کړی دی.

دونالډ ټرمپ له دې وړاندې ويلي و، هغه هېوادونه چې غواړي په ياد شورا کې دايمي څوکۍ ترلاسه کړي، باید ستر شمېر پيسې ورکړي. نوموړي ادعا کړې وه، چې احتمالي غړي به له پنځه ميليارده ډالرو څخه زيات د بشري مرستو او د غزې د بيا رغونې لپاره ځانګړي کړي.

په عين حال کې، د «سولې» تر عنوان لاندې په دې جوړښت کې د اسراییلو شتون د يو شمېر څارونکو له‌خوا د شک او ترديد وړ بلل شوی، ځکه چې اسراییل د غزې د جګړې د اصلي اړخونو او د پراخو ورانيو يو لامل ګڼل کېږي. منتقدان وايي، تر څو چې د غزې بشري بحران ته عملي رسيدګي و نه‌شي، دا ډول شوراګانې به د نړيوالې عامې افکارو باور و نه‌شي ګټلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button