د اسرائيل د جګړې وزير د اردوغان پر ضد سخت غبرګون وښود

وروسته له هغه چې د استانبول څارنوالۍ د اسرائيل د ۳۷ لوړپوړو چارواکو، په شمول د دې هېواد د صدراعظم بنيامين نتنياهو، د نیولو حکم د غزې په تړاو د نسلکشي په تور صادر کړ، د اسرائيل د جګړې وزير، يسرائیل کاتس، په خفتبارو څرګندونو کې چې په ترکي او عبري ژبو په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې، پر رجب طيب اردوغان سخت لفظي بريد وکړ.
کاتس په خپل پيغام کې ویلي: “اردوغان! د خپلو نيولو حکمونه بېرته واخله او ورکېږه. که محاکمه کېږي، ته بايد د کردانو د وژنو له امله محاکمه شې. اسرائيل قوي دی، هېڅ نه ويريږي.” دا څرګندونې د اسرائيل د حکومت له خوا د ترکيې د حقوقي هڅو پر وړاندې د سختې نارضايتۍ څرګندويي کوي، هڅې چې د فلسطين په عملياتو کې ښکېل چارواکي ځواب ویونکی کړي.
همداراز، د اسرائيل د جګړې وزير زياته کړې چې ترکيه به د غزې د راتلونکي د تصمیم نیولو په بهیر کې هېڅ رول و نه لري او يوازې به دغه سيمه له کمرې ګوري. دا څرګندونې هغه اندېښنو ته ځواب ګڼل کېږي چې ګواکې ترکيه کولای شي د غزې لپاره د نړیوالو سولهساتونکو ځواکونو په چوکاټ کې رول ولوبوي.




