مهم خبرونهنړیوال

د ترامپ د فشار له امله د غزې د تړون دوهم پړاو په اړه د اسراییلو اندېښنې

د اسرایيلي رسنیو د راپورونو له مخې، په تل‌ابیب کې د دې امکان په اړه اندېښنې رامنځته شوې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر اسراییلو فشار راوړي څو د غزې د تړون دوهم پړاو پرته له دې چې د حماس وسلې پرېښودل شي، پیل شي.

د المیادین تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، اسرایيلي رسنیو ویلي چې دا اندېښنې د اسراییلو په سیاسي او امنیتي کړیو کې جدي دي، او دا وېره شته چې واشنګټن به د تل‌ابیب له اساسي غوښتنو پرته د تړون پروسه پر مخ یوسي.

د اسراییلو د رادیو او تلویزیون ادارې د خپلو سرچینو له قوله زیاته کړې چې ارزونې ښيي، د غزې د تړون دوهم پړاو ښایي هغه وخت پیل شي کله چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

په عین حال کې، همدغو سرچینو ادعا کړې چې د تړون دوهم پړاو به تر هغه نه پیل کېږي څو د وروستي اسراییلي اسیر جسد بېرته اسرائیل ته نه وي راوړل شوی؛ دا موضوع د دغه تړون په بهیر کې لا هم یو له حساسو او جنجالي مواردو بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button