د اسرائیلو تازه بریدونه پر خانیونس او رفح، سربېره پر اوربند

د غزې اوسېدونکي وایي چې د اسرائیلو هوايي او ځمکنيو بریدونو شدت موندلی، په ځانګړي ډول د دې سیمې په جنوبي برخو کې، سره له دې چې د دواړو لوریو ترمنځ یو رسمي اوربند اعلان شوی و.
د ځايي سرچینو په وینا، د اسرائیلو جنګي الوتکو لږ تر لږه لس وارې د خانیونس ښار ختیځ ته د ژېړې کرښې دننه سیمې بمبار کړې دي. همداراز د اسرائیلي پوځ توپخانه هم د دې ښار جنوبي برخې په نښه کړې دي.
فلسطیني سرچینې زیاتوي چې اسرائیلي پوځیانو د عملیاتو پر مهال د خانیونس جنوب ختیځ کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ کړي دي. رفح ښار هم له سختو توپخانهيي بریدونو خوندي نه دی پاتې شوی او د اسرائیلو تر اور لاندې راغلی دی.
راپورونه زیاتوي چې د اسرائیلي پوځ لخوا په خانیونس ختیځ کې د اور یوې کړۍ جوړول، د نښتو د پراخېدو اندېښنې لا زیاتي کړي دي.
له بلې خوا، د غزې دولتي رسنیو ادارې اعلان کړی چې له هغه وروسته چې اوربند اعلان شوی، د اسرائیلي ځواکونو له خوا ۴۹۷ ځل د اوربند شرایط تر پښو لاندې شوي دي. دا پرلهپسې سرغړونې د اسرائیلو د ژمنو پر اعتبار پوښتنې راولاړې کړې دي.
یاد بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې نړیوالې ټولنې څو ځله د جګړې د بندېدو او ټولو خواوو د اوربند د درناوي غوښتنه کړې ده، خو د اسرائیلو بېپروايي د انساني ارزښتونو او بشري حقونو په وړاندې بېپروا چلند څرګندوي.




