د اسراییلو پوځي یرغلونه په غزه او لویدیځه غاړه کې پراخ شوي

د اسراییلو پوځ، سره له دې چې په غزه کې اوربند اعلان شوی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپلو پوځی عملیاتو ته پراختیا ورکړې ده. وروستي راپورونه ښيي چې نن سهار د اسراییلو سرتېرو په عین وخت کې د لویدیښې غاړې پر ګڼو ښارونو او کډوالو کمپونو بریدونه کړي دي.
د فلسطین د اطلاعاتو مرکز د راپور له مخې، نښتې له اریحه څخه تر الخلیل، او له نابلس څخه تر طوباس پورې دوام لري. د اسراییلو ځواکونو په اریحه کې د عقبه جبر کمپ ته ننووتل، عملیات یې پیل کړل، بیا یې پر عین یبرود (شمال ختیځ رامالله) او بیت فوریک (ختیځ نابلس) بریدونه وکړل. ځايي سرچینو ویلي، دا ځواکونه وروسته بیت ریما، طوباس او طمون سیمو ته هم ورغلل، هلته یې ګڼ کورونه محاصره او تلاشي کړل.
په الخلیل کې هم، اسرایيلي سرتېرو بیت امر او الظاهریه ښارګوټو ته یرغلونه کړي او هلته له خلکو سره سختې نښتې شوې دي. همداراز، په بیت فجار او المنشیه (د بیت لحم سویل) کې د فلسطیني کورنیو تلاشي ساعتونه دوام وموند.
د لویدیځې غاړې په شمال کې هم برقین، رمانه، عرابه او برقه ښارونه د ورته عملیاتو شاهدان وو، چې په پایله کې یې یو شمېر اوسېدونکي نیول شوي، چې پکې یو ماشوم هم شامل دی.
له بلې خوا، د غزې تړانګې څخه راپورونه وایي چې د اسراییلو هوايي او ځمکنۍ حملې لا دوام لري. په رفح، خان یونس او د غزې ښار ختیځ کې شدید بریدونه شوي دي. عیني شاهدان وایي، د توپونو دروند شلیک، د څو هستوګنیزو ودانیو چاودنې (په ختیځ خان یونس)، او د التفاح او الزیتون سیمو بمبارۍ لیدل شوې دي.
اسراییلي جنګي بېړۍ هم د خان یونس ساحلي اوبو باندې د توپونو بریدونه کړي دي. د دغو عملیاتو دوام، سره له دې چې اوربند اعلان شوی، د اسرائیل له لوري د نړیوالو ژمنو پرلهپسې سرغړونې نوې اندېښنې راپارولي دي. سیاسي شنونکي دا کړنې د اسراییلو لهخوا د بشري حقونو اصولو، او د فلسطیني ولس د غیردفاع حالت لهپامه غورځولو څرک ګڼي.




