مهم خبرونهنړیوال

په دمشق کې د اسراییلو برید د قربانیانو شمېر ۲۰ ته لوړ کړی

د اسراییلو جنګي الوتکو له خوا د دمشق سويل لوېديځ بيت جن سيمې باندې تر سره شوی برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی. د سوریا رسنیزو سرچینو تایید کړې چې دا برید، چې پرون رامنځته شوی و، یو شمېر ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په نښه کړي دي.

دا برید په سیمه‌یيزه او نړیواله کچه پراخه غبرګونونه راپارولي دي. بېلابېلو هېوادونو د اعلامیو خپرولو له لارې د اسراییلو دغه نظامي اقدام د سوریا پر خاوره تېری بللی او هغه یې په کلکه غندلی دی.

همداراز، یو شمېر سوریایي وګړو د مظاهرو په ترسره کولو سره د اسراییلو دا عمل غندلی او له نړیوال ټولنه یې غوښتي چې د اسراییلي ځواکونو له‌ خوا پر ملکي وګړو د بریدونو پر وړاندې چوپه نه پاتې شي.

د اسراییلو له‌ خوا د سوریا خاورې ته د بریدونو سابقه اوږده ده؛ سره له دې چې دا اقدامات د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دي، تر اوسه له نړیوالو سازمانونو څخه اغېزمن غبرګون نه‌دی لیدل شوی. څارونکي وایي، دا وضعیت د سوریایي ملکي وګړو بې‌وسۍ ته لا زمینه برابرې کړې او ناامنۍ یې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button