د اسرائیلي پوځ خبرداری: د انصارالله له لوري د بریدونو احتمال لا هم شته

د اسرائيل پوځ د دوامدارو ګواښونو په اړه د اندېښنې څرګندولو سره ويلي، د يمن د انصارالله ځواکونو له لوري د اشغال شويو سيمو پر ضد د احتمالي حملو خطر لا هم موجود دی او دا مسئله د دغه رژيم د امنیتي محاسبو يوه برخه ګرځېدلې ده.
د رسنيو د راپورونو له مخې، د اسرائيل پوځ چارواکو ويلي، د انصارالله تېرو پوځي عملياتو دا ډله يو فعال ګواښ ګرځولی ده. د هغوی په وينا، د انصارالله غړي پوځي روزنې ترلاسه کړې دي او ښايي خپلې حملې يوازې د يمن له خاورې نه ترسره کړي.
اسرائيلي پوځ ادعا کوي چې ممکن احتمالي بريدونه د هغو يمنیانو له خوا وشي چې د سيمې په نورو هېوادونو لکه لبنان، اردن، عراق او سوريه کې مېشت دي؛ يوه ادعا چې د منځني ختيځ په بېلابېلو برخو کې د يمني اتباعو د موجوديت له يادونې سره مطرح شوې ده.
په عين وخت کې، اسرائيلي چارواکو يو ځل بيا د ايران اسلامي جمهوريت پر ضد بې له دې چې د تصديق وړ جزئيات وړاندې کړي، ادعا کړې چې تهران ښايي د انصارالله ملاتړ وکړي. دغو چارواکو خبرداری ورکړی چې که چيرې د غزې پر پټۍ جګړې بيا پيل شي، د انصارالله له لوري د پوځي تکړون او احتمالي غبرګون خطر زياتېږي.




