د اسراییلو د برلین سفیر د آلمان له حکومت څخه نیوکه وکړه

د اسراییلو سفیر په برلین کې، د دې لپاره سره سره چې آلمان له اسراییلو سره پراخ سیاسي او نظامي ملاتړ کړی دی، د دغه هېواد د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې په آلمان کې د یهود ضدۍ یا یهودستیزۍ کچه لوړه شوې ده.
ران بروسېر، د اسراییلو سفیر، د آلماني رسنیو سره په خبرو کې وویل چې یهودستیزي د بېلابېلو سیاسي خوځښتونو له لوري په آلمان کې خپره شوې ده – په شمول د چپپالو، ښيپالو او ځینو اسلامي ډلو. ده په ځانګړي ډول چپپال خوځښتونه «د نورو په پرتله خطرناکتر» وبلل.
بروسېر ادعا وکړه چې یو شمېر چپپال فعالان په آلمان کې پټ ډول د حماس ملاتړ کوي او د بيان د ازادۍ له اصل څخه ناوړه ګټه اخلي ترڅو د دغې ډلې نظرونه خپاره کړي. هغه له آلماني حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له هغو محصلینو سره جدي چلند وکړي چې، د ده په وینا، د یهود ضدۍ په خپرولو کې رول لري، او آن د هغوی د ایستلو خبره یې هم وکړه.
د اسراییلو سفیر همدارنګه وویل چې یو شمېر اسراییلي هنرمندان د آلمان هنري جشنونو ته نه بلل کېږي او اړ دي خپله پېژندګلو پټه وساتي. ده دا وضعیت د اسراییلیانو پر وړاندې د کلتوري محافلو د زیاتېدونکو محدودیتونو نښه وبلله.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې آلمان د غزې د جګړې پر مهال له اسراییلو پراخ سیاسي او پوځي ملاتړ کړی، خو دا ملاتړ د بشري حقونو د سازمانونو او د آلماني ټولنې د یوې برخې له سختو نیوکو سره مخ شوی، ځکه د دغې جګړې انساني تاوانونه او د فلسطیني ملکیانو پراخ تلفات اندېښنې راپارولي دي.




