مهم خبرونهنړیوال
په غزه کې د اسراییلو تازه بریدونو له امله له ۶۵ څخه زیات کسان وژل شوي او ټپیان دي

د غزې د روغتيا وزارت وايي چې د اسراییلو د تازه بریدونو په پایله کې، په تېرو ۴۸ ساعتو کې لږ تر لږه ۱۷ فلسطينيان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، یوازې د نن سهار راهيسې هم لږ تر لږه ۱۲ تنه په غزه کې وژل شوي دي؛ دغه شمېرې څرګندوي چې د اوربند د اعلان سره سره لا هم نښتې دوام لري.
دې روغتيايي ادارې زياته کړې چې له ۱۱م اکتوبر څخه د موسوم اوربند د پيل راهيسې تر اوسه پورې، په غزه کې د وژل شويو فلسطينيانو ټول شمېر ۵۰۹ ته رسېدلی او ۱٬۴۰۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
غزه، چې د نړۍ له ګڼه ګوڼه ډکو سيمو څخه ګڼل کېږي، په تېر څو مياشتو کې څو ځل د بریدونو شاهد وه، چې درانه انساني زيانونه يې رامنځته کړي او د روغتيايي او بشردوستانه بنسټونو اندېښنې يې زياتې کړې دي.




