د اسراییلو هوايي برید د نبطیه پر روغتیایي مرکز؛ ۱۲ ډاکټران وژل شوي

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییلو د هوايي برید له امله د نبطیه ولایت په یوه ابتدايي روغتیایي پاملرنې مرکز کې ۱۲ ډاکټران، نرسان او د بیړنیو خدمتونو کارکوونکي وژل شوي دي. دغه برید د شنبې په ورځ د بنت جبیل سیمې د برج قلاویه په کلي کې شوی دی.
د وزارت په وینا، دا شمېر موقتي دی او د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي، څو ښايي نور ورک کسان له ملبې څخه راویستل شي. د لبنان روغتیايي چارواکي وايي، ممکن د تلفاتو شمېر لا زیات شي.
د لبنان د روغتیا وزارت دغه برید غندلی او ټینګار یې کړی چې د یوه روغتیایي مرکز هدف ګرځول د نړیوال بشردوستانه قوانینو ښکاره نقض دی. د بشردوستانه حقوقو له اصولو سره سم، روغتیايي مرکزونه او کارکوونکي باید د وسلهوالو شخړو پر مهال خوندي پاتې شي.
دغه وزارت زیاته کړې چې دا د څو ساعتونو په موده کې پر روغتیایي کارکوونکو دوهم برید دی. د جمعې ماسپښین هم د جنوبي لبنان په الصوانه سیمه کې د یوه بل هوايي برید له امله دوه د بیړنیو خدمتونو کارکوونکي وژل شوي وو.
همدارنګه، د یوې بلې پیښې په ترڅ کې، په نبطیه ښار کې د الراهبات په سیمه کې د هوايي برید له امله پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د لبنان چارواکي وايي، د دغو پیښو د جزیاتو پلټنې دوام لري.




