سياستمهم خبرونه

اسماعیل میاخیل د پاکستان پر بریدونو د طالبانو له دریځ تند انتقاد وکړ

اسماعیل میاخیل، د ملي راډیو تلویزیون پخواني مشر، د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د طالبانو د دریځ سخت انتقاد کړی دی. هغه د یوې تندې شاعرۍ په خپرولو سره لیکلي دي: «د غلام د غلامۍ معیار یې ټیټ کړ، ما چې ولیده غلام ابن غلام»؛ دا بیت په کنایه توګه د طالبانو هغه «منفي چلند» ته اشاره لري، چې میاخیل پرې نیوکه کړې ده.

دا غبرګون په داسې حال کې څرګندیږي چې څو ورځې وړاندې سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د ادارې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، د کابل د بمبارۍ قربانیانو د جنازې په مراسمو کې ویلي وو، چې د پاکستان پر وړاندې د «انقام جذبه» نه لري. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان هوايي او راکټي بریدونو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر ولسي وګړو درنې مرګ‌ژوبلې اړولې دي.

میاخیل همدارنګه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په وروستي د اختر وینا غبرګون ښودلی او وویل، چې د طالبانو مشر سره له دې چې د هیواد په زرګونو اوسېدونکي د بمبارۍ له امله وژل شوي او ټپیان شوي، خو د پاکستان د بریدونو یادونه او غندنه یې نه ده کړې.

له دې وړاندې هم د هېواد یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د ادارې دریځ د اسلام‌اباد په اړه «د توجیه وړ نه» بللی او ټینګار یې کړی، چې وروسته له دې ټولو تلفاتو، د پاکستان سره د «اسلامي ورورولۍ» شعارونه د منلو نه دي. منتقدان وایي، طالبان د خپلو ښاریزو د ژغورنې مسؤولیت لري او د بهرنیو بریدونو پر وړاندې خاموشي یا نرمي دا مسؤولیت تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته شوي چې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب دواړو خواوو لنډمهاله اوربند اعلان کړی و؛ خو له دې سره سره راپورونه وايي، چې د اختر پر ورځ د هیواد ختیځو سیمو ته سلګونه راکټې توغول شوې او پکې یو شمېر ښځې او ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button